دخپریدو نیټه : 2016-06-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نن د افغان – هند دوستۍ بند (سلما) پرانستل کیږي
احمد فیصل
ټاکل شوې، چې له څلوېښتو کلونو انتظار وروسته نن د افغان – هند دوستۍ بند (سلما) د افغانستان او هند د رهبرانو لخوا پرانيستل شي. دغه بند د هرات ختيځ ته په ١٦٠کيلومترۍ کې د چشت شريف ولسوالۍ کې موقعيت لري او د هند حکومت یې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د جوړولو ژمنه کړې وه، خو د کار د پېل تړون یې په ۲۰۰۵ م کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو. د دغه بند د پرانستې مراسمو ته افغان ولسمشر اشرف غني وړاندې له وړاندې هرات ته تللی او ټاکل شوی، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم نن یاد ولایت ته سفر وکړي. بلخوا هند وايي له افغانستان سره د پوځي همکاریو تر څنګ، د دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره کلنیو مرستو دوام ته ژمن دی. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان ته د مودي د سفر پر مهال به نوموړی د سلما بند د رسمي پرانیستې تر څنګ له افغان چارواکو سره د اقتصادي او پوځي همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړي. هغه ویلي، چې له افغان چارواکو سره د لیدنو کتنو په ترڅ کې به نوموړی د یو شمېر نورو مرستو ژمنه هم وکړي.