دخپریدو نیټه : 2016-06-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
«اوباما دې افغانستان کې خپل سرتیري په اوسنۍ کچه پرېږدي»
احمد فیصل
افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو او لوړپوړو پوځي جنرالانو له ولسمشر بارک اوباما غوښتې، چې دې هېواد کې د مېشتو امریکايي پوځیانو شمېره په اوسنۍ کچه پرېږدي. دغو ۱۳ پخوانیو لوړپوړو ډیپلوماټانو او پوځي مشرانو اوباما ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې که افغانستان کې د مېشتو ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو کچه تر دې راکمه شي، د کډوالۍ بهیر به نور هم زور واخلي، طالبان به لا زړور شي او د افغان ځواکونو او عامو افغانانو روحیه به ضعیفه شي. افغانستان کې د امریکا د پخواني خاص استازي جنرال جان آلن، سفیرانو ریان کراکر او زلمي خلیلزاد او دغه راز د سي آی اې د پخواني مشر ډېویډ پیټرایس په ګډون ۱۵ پخوانیو لوړ پوړو چارواکو پر اباما غږ کړی، چې له کابل سره په اقتصادي مرستو کې هم کموالی رانه ولي، ځکه چې دا هېواد تر بل هر مهاله ډېر، اوس دغه ډول مرستو ته اړ دی.