دخپریدو نیټه : 2016-06-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وکیلان: که هلمند سقوط وکړ، مرکزي حکومت سقوط کوي
احمد فیصل
په ولسي جرګه کې د سویلي ولایتونو استازي وايي چې د سیمې استخبارات په هلمند او یو شمیر نورو جنوبي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د نویو ډلو د ځای پرځای کولو په حال کې دي .د خلکو استازي پر حکومت نیوکه کوي چې د جنوبي ولایتونو امنیتي وضعیت ته پاملرنه نه کوي او آن افغان ځانګړو ځواکونو ته یی هم د عملیاتو اجازه نه ده ورکړې. دوی ګواښ کوي، چې که حکومت د جنوبي ولایتونو، په خاصه د هلنمد روان وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي، د یادو ولایتونو ډیره برخه به د وسله والو تر ولکې لاندی راشي چې بیرته نیول یې له توانه لرې خبر ده. نوموړی زیاتوي، د ملي یوالي حکومت مشرانو د جکړې مصارف یوازې څو مشخصو ولایتونو ته ځانګړې کړي او تر ګواښ لاندې ولایتونه یې له پامه غورځولي دي. نژدی یوه اونۍ کیږي، چې له پلازمینې کابل او هرات ولایت څخه هلمند ته مرستندویه کماندو ځواکونه رسیدلي، خو ویل کیږي، چې د نا مالومو دلایلو له امله ورته د عملیاتو د پیل اجازه نه ورکول کیږي.