مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د امریکا دفاع وزارت: افغانستان کې د ۲۰۱۵م کال پر مهال ډېری بریدونه پاکستان کې پلان شوي

احمد فیصل
د امریکا د بهرنیو چار وزارت وايي، تېر کال پرته له افغانستان او ترکیې نور په ټوله نړۍ کې ترهګریز بریدونه کم شوي وو. یاد وزارت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، افغانستان تېر ۲۰۱۵ م کال د پراخو ترهګریزو بریدونو او ملکي تلفاتو شاهد و. راپور کې د ډېرو دغو بریدونو پړه پر پاکستان اچول شوې، چې له هغه ځایه پلانیږي او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور زیاتوي، چې افغانستان کې تېر میلادي کال ډېری ترهګریز بریدونه د طالبانو او حقاني شبکې له لورې شوي، چې مشران یې د پاکستان په خاوره کې اوسي. سرچینه زیاتوي، پاکستان پر دې سربیره چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی، افغانستان کې یې د امريکا ګټې هم له خطر سره مخ کړې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery