دخپریدو نیټه : 2016-06-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
احدي: حکومت د مشروعیت له بحران سره مخ دی، نوې ټاکنې باید وشي
احمد فیصل
د حکومت مخالفه سیاسي ډله «د افغانستان نوې ملي جبهه» وايي چې اوسنی حکومت د مشروعیت له بحران سره مخ دی او د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار دا ده چې نوې ټاکنې وشي.
دغه څرګندونې د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انورالحق احدي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
احدي پر حکومت سختې نیوکې وکړې چې د امنیت د ټینګښت، ښې حکومتولۍ او د اړینو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې پاتې راغلی دی.
د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر اوسنی حکومت یو «ناتوانه او تش په نوم حکومت» وباله چې په وینا یې د ډېرو مهمو ملي مسایلو په اړه د پرېکړې نیولو توان نه لري.
ده وویل، اوسنی حکومت له فکري فقر سره مخ دی، ځکه چې د حکومت مشران د اصلاحاتو لپاره واضح تګلاره او اراده نه لري.
هغه له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کېدو، د ټاکنیز نظام د نه اصلاح او د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ځنډ په اړه سختې نیوکې وکړې.
احدي زیاته کړه چې د ټاکنو په برخه کې د حکومت بې تصمیمي په کلکه غندي او روان وضعیت ښيي چې اوسنی حکومت د ستونزمنو پرېکړو د نیولو توان نه لري.
د حکومت دغې مخالفې سیاسي ډلې پر ولسمشر اشرف غني نیوکه وکړه چې د نفوسو د ثبت په قانون کې ستونزو او نیمګړتیاوو ته وګوري، هغه توشېح کړ.
نوموړي وویل چې په یاد قانون کې د ملي هویت یادونه نه ده شوې، نو له همدې امله نیمګړی دی او خلکو یې پر وړاندې ګڼ اعتراضونه هم کړي دي.
ډاکټر انورالحق احدي وویل چې د ملي هویت په ملاتړ د لاریونونو په پایله کې ولسمشر ژمنه کړې وه چې د یوه تقنیني فرمان یا د سترې محکمې له لارې به د دوو میاشتو په ترڅ کې موضوع حلوي، خو تر اوسه حل نه شوه.
نوموړي وویل:«اوسنی حکومت د حکومتدارۍ د اساساتو په ټینګولو کې چې له دې ډلې یو هم امنیت دی، ناکام دی او اخلاقا باید استعفا ورکړي.»
نوموړي د هند په مرسته د سلما بند پروژې ګټې اخیستنې ته په اشارې سره وویل چې هند د افغانستان پخوانی دوست هېواد دی او ملي جبهه له دغه هېواد سره د ښو اړیکو ملاتړ کوي، خو اوسني حکومت د خپل کاري دورې په پیل کې له هند سره د شک او تردید پالیسي پر مخ وړله.
احدي وویل:«موږ پر حکومت غږ کوو چې د افغانستان اړیکې له مطمینو بهرنیو دوستانو سره د خپلې بې تجربه ګۍ له امله قرباني نه کړي.»
د هغه په وینا د افغان نوې ملي جبهه د «تش په نوم» ملي یووالي حکومت ملاتړ نه کوي، خو د دولت او نظام طرفدار دي.
ده له نورو سیاسي ډلو هم وغوښتل چې د ملي یووالي حکومت له ملاتړه ډډه وکړي.