دخپریدو نیټه : 2016-06-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
روسیه: طالبان دې روژه کې له جګړې لاس واخلي
احمد فیصل
روسیه وايي، د افغان سولې څلور اړخیز بهیر تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې او مسکو چمتو دی، چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي. د ایټارټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه ډلې چې له داعش او القاعدې سره اړیکې لري، باید د خپل هېواد د خوندي ساتلو په موخه له هغوی جلا شي. د روسیې د بهرنیو چار وزارت د افغانستان سیاسي او نظامي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي، یې دي، چې له همدې کبله طالبانو په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی دی. سرچینې پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی، چې د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې له تاوتریخوالي او جګړې لاس واخلي.