دخپریدو نیټه : 2016-06-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
غني، مون ته په یوه لیک کې د ټاکنو پر وخت ترسره کېدو ډاډ ورکړی
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه ليک کې پر ټاکلي وخت پارلماني او ولسوالېو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړى دى. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، بانکي مون ته د ولسمشر په دې ليک کې په ډاګه شوې، چې یادې ټاکنې به له اعلان شوې نېټې سره سمې د افغانانو په رهبرۍ ترسره کیږي. غني دغه راز له نړېوالو څخه د یادو ټاکنو په برخه کې د مالي ملاتړ غوښتنه هم کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به د خلکو قناعت ترلاسه کوي. دغه څرګندونې په داسې حال کېږي، چې د ملي يووالي حکومت د جوړښت د هوکړه ليک پربنسټ، په ټاکنيز نظام کې اصلاحات لا نه دي راغلي. د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه د روان کال د تلې ٢٤مه اعلان کړې وه.