دخپریدو نیټه : 2016-06-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سناتوران: د هلمند جګړه د انګلستان او پاکستان ګډه پروژه ده
احمد فیصل
په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي وایي، چې دغه ولایت کې روانه جګړه د پاکستان او انګلستان ګډه پروژه ده. دوی خبرداری ورکوي، چې دغه جګړه هره ورځ د زېاتېدو په حال کې ده او له کبله یې افغان امنیتي سرتیري په ډله ییزه توګه قرباني کیږي. سناتور شیر محمد اخوندزاده وايي، چې پاکستان او انګلستان د هلمند جګړه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره پر مخ وړي. نوموړی او د مشرانو جرګې نور غړي پر حکومت تور پورې کوي، چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د پردېو د موخو قرباني کړي دي.