دخپریدو نیټه : 2016-06-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چارواکي: د کابل امنیې قوماندانۍ د بشري حقونو مدیر وژل شوی
احمد فیصل
چارواکي وايي، د کابل د امنیې قوماندانۍ د بشري حقونو مدیر تېره ورځ په پغمان ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د امنیې قوماندانۍ دغه چارواکی نصیر احمد نومېده، چې د پغمان په اله بله سیمه کې پرې د ماین چاودنه شوې ده. امنیتي چارواکو ویلي، نوموړی کور ته په رخصتۍ تللی و، چې په کلي یې پر موټر چاودنه شوې او وژل شوی دی. د کابل امنيه قوماندانۍ هم دغه پېښه تایید کړې، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.