دخپریدو نیټه : 2016-06-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یوه داخلي برید کې ۱۰ پوځیان وژل شوي
احمد فیصل
روزګان کې د یوه داخلي برید له کبله د ملي اردو ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. پېښه د دهراود ولسوالۍ په انارجوۍ سیمه کې د ملي اردو په یوه پوسته کې شوې ده. ویل کیږي، چې د ملي اردو یو شمېر سرتېرو خپل منځ کې نښته کړې، چې له کبله یې ۱۰ سرتیري وژل شوي او تر پېښې وروسته ۱۸ نور له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي. په روزګان ولایت کې د ملي اردو د لوا یوه مقام تورن عثمان په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې له پرلپسې دندې ځينې سرتیري ستړي شوي او د هغوی پر سر موظف مسئولین يې د ستونزو حل ته ځان نه رسوي، چې ممکن دغه پېښه هم له دې ستونزو سره ارتباط ولري . نوموړي زیاته کړې، هیڅ ډله په زور د اردو سرتیري نشي تسلیمولای، خو سرتیري چي مهمات او ډوډۍ ونه لري، ټپي يې په ورځو ورځو پروت وي او څوک يې ستونزو ته رسېدګي ونه کړي نو دا ډول ستونزې به خامخا پېښيږي .