مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ګلوبل وېټنس: اقتصادي مافیا په دولت کې یوه پېچلې شبکه رامنځته کړې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د «ګلوبل وېټنس» په نوم د یوه نړیوال څېړنیز بنسټ موندنې ښيي، چې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې د قېمتي ډبرو د کانونو پر سر د اقتصادي مافيا سيالیو یو نامتجانس ايتلاف رامنځته کړى د جمعيت اسلامي ګوند سيمه ييز قومندانان، طالبان او د دولت یو شمېر لوړپوړي چارواکي یې مهم لوبغاړي دي. د دې بنسټ د موندنو له مخې، د کانونو کنټرول پرسر سیمه ییزو ملېشو او زورواکو خپلمنځي سیالیو، طالبان بدخشان ته ورمات کړي او اوس په بدخشان کې د لاجوردو لويه سهم لرونکې ډله ده. معلومات په ډاګه کوي چې له يوه کوچني کان څخه د وسله والو ډلو لکه طالبانو عوايد، د افغانستان حکومت له ټولو هغو عوايدو سره برابر دى چې د دې هېواد د کانونو له برخې ترلاسه کېږي. په دې څېړنه کې د عبدالملک په نوم د جمعیت اسلامي د يوه سيمه ييز قومندان او د افغانستان د پارلمان غړي زلمي خان مجددي نومونه د داسې کسانو په توګه راغلي چې په تېره يوه لسيزه کې يې د بدخشان کانونو له استخراج او عوايدو ډېره ونډه ترلاسه کړې ده. ګلوبل وېټنس ليکلي، دغه دوه پخواني جهادي قومندانان په پلازمېنه کابل کې د اړيکو پېچلې شبکې لري. په دغه څېړنه کې د افغانستان ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي نه د داسې کس په توګه يادونه شوې چې د "کران و منجان" پر کان د عبدالملک له تسلط نه ملاتړ کوي او ان د لاجوردو سوداګرۍ کې لاس لري. د بي بي سي د خبر له مخې، اقتصادي مافيا د دولت په بېلابېلو برخو کې دومره ريښې ځغلولي چې تمه نه کېږي له افغانستان سره د کېدونکو بهرنيو مرستو پر بديل د کانونو بدلولو خوب دې د اوږدې مودې لپاره پر واقعيت بدل شي. د ګلوبل وېټنس موندنو د افغانستان دولت د دې لويې لوبې لوى بايلونکى پېژندلى چې لږ ترلږه په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې يې یو میلیارد ډالره زيان کړى دى. د دې څېړنې ترسره کوونکی سټيفن کارټر وايي، د افغانستان د کانونو له ناقانونه استخراج نه ترلاسه کېدونکې پيسې، تر نشه يي توکو وروسته د وسله والو مخالفينو د تمويل دويمه ستره سرچينه ده. هغه وايي: ((طالبانو په ٢٠١٤ کال کې نژدې يو ميليون ډالر له کانونو ترلاسه کړي. ترډېره هغه پيسې دي چې قومندان ملک له سوداګرو اخستي او طالبانو ته يې ورکړي. بله برخه هغه پيسې دي چې طالبانو د لارې په اوږدو کې د پوستو په جوړولو اخستي دي. په ٢٠١٥ کال کې د طالبانو ونډه زياته شوې، نژدې ٤ ميليونه ډالر. د ٢٠١٥ کال په وروستيو کې پر يمګان ولسوالۍ تر ولکې وروسته طالبان ملک ته ورځي او وايي چې کران و منجان پرېږدئ يا تسليم شئ. په پايله کې هغوى معامله کوي چې په دغه کان کې د طالبانو پر ۵۰ سلنه ونډې سلا کوي.)) دا لويه لوبه په صحنه کې درې لوبغاړي لري؛ د پخواني جهادي قومندان عبدالملک تر امر لاندې وسله وال، په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي زلمي خان مجددي پورې تړلي وسله وال او طالبان. د دې څېړنې د موندنو له مخې، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددې ارزښتمنې خزانې ولکه کول په خپلو لومړيتوبونو کې ټاکلى دى. قومندان عبدالملک اوسمهال په کران و منجان کې د لاجوردو کان سلطان بلل شوى دى. په دې سيمه کې د هغه فعاليت تېرو څلورو لسيزو ته ورګرځي، له هغه مهاله چې د افغانستان له کمونېستي حکومت سره جګړه کې د جمعيت اسلامي ګوند ځواکونو قومنده لرله. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د شمال ايتلاف په ليکو کې ددې ډلې پرضد جنګېده. هغه د طالبانو تر نسکورېدو مخکې پردې کان مستقيم کنټرول درلود او ددې ډلې تر نسکورېدو وروسته يې خپله ولکه لا ټينګه کړه. په ٢٠١٢ کال کې د بدخشان بهارک ولسوالۍ د پوليسو قومندان وټاکل شو. د ٢٠١٤ کال په جنورۍ کې چې د راپور ليکوونکو کودتا بللې، بېرته له لاجوردو دغې بډايې سيمې ته وروګرځېد. سټيفن کارټر وايي، د عبدالملک ځواکونو تر رسېدو وړاندې، زلمي مجددي او د هغه ورور اسدالله مجددي پورې اړوند وسله وال د کران و منجان کان واکمن و او ميليونونه ډالر يې عوايد درلودل. زلمی مجددي وایي، دا تورونه پوچ تبليغات دي، نه د لاجوردو په سوداګرۍ او نه هم په استخراج کې لاس لري. قومندان ملک خپل اقدام ولسي پاڅون بللى او ويلي يې دي چې ددې کان عوايدو عادلانه وېش لپاره يې پرې بريد کړى. ملک په ټيلفوني اړيکه کې بي بي سي ته وويل، پر دې کان د زلمي خان مجددي واک له کان څخه د هغه د کسانو تبعيضي ګټه اخستنه يې پاي ته رسولې ده. ګلوبل ويتنس دا کسان د صحنې لوبغاړي بللي. د بدخشان کانونو کنټرول پر سر سيالي يې په ټول افغانستان کې د يوې لويې لوبې بېلګه بللې ده. داسې لوبه چې د سټيفن کارټر په خبره، په دې هېواد کې د اوسنۍ جګړې توجيه کوونکې ده. بدخشان کې ددې لوبې شاته د نورو ځواکمنو عناصرو يادونه هم شوې ده. کارټر وايي: ((دلته هرڅوک د افغانستان له مختلفو سياسي شبکو سره اړيکه لري. زموږ د معلوماتو له مخې، د خلکو په وينا په ځانګړې توګه ملک د بسم الله خان ملاتړ درلود. يوه جالبه خبره ده چې ملک د کران و منجان پر کان تر تسلط يو کال وروسته په ٢٠١٥ کال کې د افغانستان له لوى درستيز قدم شاه شهيم سره وکتل. که څه هم دا ناسته د ښاغلي شهیم د لاس لرلو په معنا نه ده، خو دا ناسته ښيي چې ملک يو عادي قومندان نه دى او د افغانستان لويو سياسي شبکو سره اړيکه لري.)) ګلوبل وېټنس داسې معلومات تر ګوتو کړي ښيي چې عبدالملک تر ٢٠١١ کال وړاندې طالبانو سره اړيکه لرله او له دې ډلې سره يې هوکړه کړې وه چې د هغوى ګټې د لاجوردو کان کې په پام کې ونيسي. دغه څېړنيز بنسټ ويلي، له ٢٠١٤ کال راهيسې ملک د لاجوردو په عوايدو کې د طالبانو ونډه زياته کړې او دا چې طالبان پر کران و منجان بريد نه کوي، لامل يې هم همدا دى. ګلوبل وېټنس وايي، په ٢٠١٤ کال کې د کران و منجان پر کان تر تسلط وړاندې، د زلمي مجددي او اسدالله مجددي تر امر لاندې وسله والو د پام وړ برخه عوايد خپل جيب ته اچول. په مجددي پورې د اړوندو وسله والو عوايد په ٢٠١٤ کال کې ١،٥ ميليون ډالره ويل شوي او د دې څېړنې پر بنسټ د مجددي کورنۍ طالبانو ته باج ورکوي، ترڅو دوى خپل کار ته پرېږدي. په دغه څېړنه کې راغلي چې اسدالله مجددي هره مياشت ٤ ميليونه افغانۍ (٥٩ زره ډالر) طالبانو ته ورکوي او د طالبانو قومندان قاري واصل د اسدالله مجددي له خپلوانو دى. د راپور ليکونکی وايي چې د سيمې خلک ددوی د ليده کاته شاهدان دي. ګلوبل ويتنس د افغانستان د ملي امنيت شورا نوم هم ياد کړى. دغه بنسټ کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ته سپارښتنه کړې چې په سملاسي ډول د سيمې له مخورو او قومندانانو سره اړيکه کې شي او هغوى ته ووايي چې دولت د امنيت، اختلافاتو حل او د کانونو استخراج په برخه کې د هغوى همکاري غواړي. ددغه شورا ليک عبدالملک او د هغه کسانو ته د شين څراغ په توګه تفسير شوى. ظاهرا د کانونو په برخه کې د ولسمشر سلاکار يوسف پشتون لیک چې بهر وتلى، دې موضوع ته اشاره کوي. دغه حکومتي چارواکي منلې چې د کانونو مافيا شته او د لاجوردو ٦٤ موټرو تيږو لېږدولو په موخه يې له ملي امنيت شورا نه د فعاليت جواز اخستى دى. ګلوبل ويتنس وايي، د افغانستان دولت له دغو موټرو ٢،٥ ميليون ډالر ماليه یا محصول نه دی اخستی، زيان يې کړى. البته ګلوبل ويتنس له پنځو سرچينو يادونه کړې چې ددغو موټرو يو شمېر د دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي اړوند دي. په داسې حال کې چې ګلوبل ويتنس د بدخشان کانونو کنټرول پر سر د جمعيت ګوند پنجشيري او بدخشاني غړو ترمنځ د سیالۍ خبره کړې، د يوسف پشتون په مکتوب کې له قومندان ملک نه د پنجشېر مافيا استازي په توګه يادونه شوې چې ددې سيمه ييز قومندان زوى د بدخشان ملي امنيت مرستيال هم دى. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې څېړنې د موندنو په اړه وايي، په نژدې راتلونکې کې به يو عدلي او قضايي مرکز په کار پيل وکړي چې دنده يې د ټولو کسانو د قضيو ارزونه ده او د قانون منګولو ته سپارنه ده، که خلک په هره کچه کې وي. ګلوبل ویتنس د افغانستان دولت ته وړاندیز کوي چې په لومړي ګام کې په دغه لوټ تالا کې تورن کسان تر عدلي تعقيب لاندې راولي. ددې څېړنې د موندنو له مخې، د افغانستان کانونه اوسمهمال د جګړې په مستقيمې سرچينې، له دولت نه د خلکو نارضايتۍ او له مخالفينو د هغوى د ملاتړ او په پايله کې د وسله والو ډلو د تمويل پر سرچينو بدل شوي دي. لږ تر لږه په بدخشان کې محلي حکومت ددې ولايت د کانونو استخراج په برخه کې درې قراردادونه لاسليک کړي چې درې واړه د ګلوبل ويتنس د موندنو له مخې ددې سرچينو د لوټولو لپاره يو سرپوښ دى. دا بنسټ وړانديز کوي چې د افغانستان دولت په لومړي ګام کې په دغه لوټ تالا کې تورن کسان تر عدلي تعقيب لاندې راولي، د کانونو او د لېږد لارو کنټرول بېرته ترلاسه کړي. د دولت ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو په اړه بيا کتنه وکړي او د بهارک، پامير – بدخشان کان نړيوال شرکت او لاجوردو قراردادونو څېړنه وکړي. دا بنسټ د افغانستان نړيوالو ملګرو ته هم سپارښتنه کوي چې ددې هېواد د کانونو استخراج کې روڼتيا افغانستان سره د خپلو مرستو مهم لومړيتوب وټاکي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery