دخپریدو نیټه : 2016-06-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستاني چارواکو د سیمې او پاکستان په اړه بېړنۍ غونډه کړې
احمد فیصل
پاکستاني سیاستوالو او وزیرانو د دغه هېواد د پوځ له مشر او يو شمېر نورو جګپوړو پوځي چارواکو سره د سیمې او پاکستان د امنیت په اړه بېړنۍ غونډه کړې. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې غونډه کې دفاع وزیر خواجه آصف، د خزانې وزیر اسحاق دار، د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخې په غونډه کې د هېواد پر امنيت او د پاکستان او چین تر منځ پر اقتصادي کوریډور سربېره؛ بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د بې پیلوټه برید په اړه هم خبرې وشوې. سرچینه زیاتوي، غونډه کې وویل شول، چې پر منصور شوي برید د پاکستان او امریکا پر اړیکو بد اغېز کړی او په دې سره افغانستان کې د سولې بهیر هم اغېزمنېدلی شي.