مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ترکیه: که د ویزې ستونزه حل نشي، له اروپايي ټولنې به یې غچ واخلو

احمد فیصل
ترکیه وايي، که وګړو ته یې له ویزې پرته د اروپایي هیوادونو د تگ راتگ زمینه برابره نه شي، له اروپايي ټولنې سره د کډوالو په اړه شوې هوکړه به لغوه کړي. د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې؛ اروپا ته تازه تللي او یا روان کډوال به بېرته ترکیې ته را استول کیږي او په توګه به په یادو هېوادونو کې د کډوالۍ د سېلاب مخه نېول کیږي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دې هیواد دولتي تلویزیون ته ویلي، چې که ترکانو ته د ویزې پرته د اروپایي هیوادونو د تگ راتگ زمینه برابره نه شي انقره به دغه هوکړه په بشپړه توګه لغوه اعلان کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery