مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کجکي بند د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شو

احمد فیصل
د هلمند د کجکي برېښنا بند د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د دې بند د برېښنا تولید دوه چنده شي. دا هوکړه لیک د برېښنا وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ پرون په ارګ کې لاسلیک شو. په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې پر ولسمشر غني سربېره یو شمېر نورو لوړو پوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی و. د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل چې د دې هوکړه لیک له مخې به د کجکي بند ته پراختیا ورکړل شي. عثماني وویل چې د هلمند کجکي بند د هرات د سلما په پرتله دوه برابره د تولید ظرفیت لري. د نوموړي په وینا د ملي یو ووالي حکومت د سترو بنسټیزو پروژو پلي کولو لپاره کلکه اراده لري. ده زیاته کړه چې حکومت د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د خصوصي پانګونې ملاتړ کوي. دغه راز د جوړوونکي ترکي شرکت مشر وویل چې د کجکي بند د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیتل لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery