دخپریدو نیټه : 2016-06-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکايی پلاوی: په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي او په افغانستان کې بریدونه کوي
احمد فیصل
اسلام اباد کې د امریکا يوه لوړ پوړي پلاوي يو ځل بيا ويلي چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه دي او له همدې ځايه په افغانستان کې د بريدونو پلانونه جوړوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز د دې خبرې په ځواب کې ویلي چې پاکستان د ضرب عضب په نامه په عملياتو کې د هر ډول ترهګرو پر ضد عمليات کړي او هېڅ يوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی خاوره د ګاونډيانو پر ضد وکاروي. پاکستان ته تللي په دغه امريکايي پلاوي کې د امريکايي ولسمشر ځانګړی استازی ډاکټر پيټر لیوای او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي رچارډ اولسن او ځيني نور لوړپوړي امريکايي چارواکي شامل دي.