دخپریدو نیټه : 2016-06-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
اکسین: د ټاکنو په اړه د حکومت ژمنې یوازې تېر اېستل دي
احمد فیصل
د ټاکنو لپاره د مدني ټولنو شبکه”اکسین“ وایی، له ټاکنیزو اصلاحاتو پرته د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو ژمنې تېر اېستونکې دي او د ټاکنو ځنډېدل به د ولسي جرګې د مشروعیت له منځه تلو سربیره په نړیواله کچه د حکومت باور زیانمن کړي. بلخوا شنونکي وایي، حکومت د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو اراده نلري او د اصلاحاتو پر سر د مقننه او اجراییه قوې ترمنځ د نظر اختلاف د دغې چارې مخه نیسي. سره له دې چې ویل کیږي د ولسي جرګې ډيری کمېسیونونو د ولسمشر وروستی فرمان رد کړی او ښايي په عمومي ناسته کې هم د تایید رایه ترلاسه نه کړي، خو د ولسي جرګې غړي د پارلماني ټاکنو لپاره د حکومت دچمتوالي اعلان د بهرنیو مرستو د جلب لپاره بولي او وایي حکومت هڅه کوي د بروکسل او وارسا له ناستو وړاندې یو لړ تشریفاتي کړنې تر سره کړي.