مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

"استازي" کتاب د کتابپلورنې ریکارډ ټینګ کړ

benawa afghanistan
احمد فیصل
د زلمي خلیلزاد کتاب چې تازه له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړل شوی دی، بازار ته له وړاندې کېدو وروسته په دوو ورځو کې ټول ۱۰۰۰ ټوکه وپلورل شو. د «استازي» په نوم دغه کتاب د اکسوس کتابپلورنځي په مالي او تخنیکي ملاتړ چاپ شوی دی. ښايي دا لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یو کتاب تر چاپ وروسته په دوو ورځو کې ټول په پرچون ډول پلورل کېږي. یاد کتاب د منځپانګې د ارزښت او د کتاب د وېش او رسونې په برخه کې د اکسوس د معیاري خدمتونو له کبله په ډېر لږ وخت کې وپلورل شو. د دې کتاب شااو خوا ۲۵۰ ټوکه د رسونې سیستم « Delivery system» په مرسته دفترونو، کارځایونو او کورونو ته په ډېر لږ لګښت او لږ وخت کې رسول شوي دي. اکسوس کتابپلورنځی په افغانستان کې د چاپي صنعت په برخه کې خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی. اکسوس خپرنیز مرکز ژمنه کوي چې په نږدې راتلونکي کې به ګڼ نور ګټور اثار چاپ او ټولنې ته وړاندې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery