مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ټاکنيز نظام د اصلاح په موخه د ولسمشر غني فرمان د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا د رايو په اکثريت رد شو.

احمد فیصل
ولسي جرګې د رايو په اکثريت د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر دویم تقنيني فرمان هم رد کړ. په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يوالي حکومت د جوړېدو د سياسي هوکړې يوه برخه ده. ولسمشر محمد اشرف غني، همدې هوکړې ته په پام تېرکال د چنګاښ په مياشت کې د ټاکنيزو اصلاحاتو په موخه لومړنی فرمان صادر کړ، خو د ملي شورا له خوا رد شو. ولسمشر تېر کال په کب مياشت کې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال په دې اړه بل فرمان صادر کړ. دغه فرمان د ولسي جرګې د کميسيونونو له خوا تر بحث وروسته نن د يادې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو. ډېری وکیلان په دې باور وو، چې دغه فرمان ناقانونه دی او پر اساس یې کمیسونونه او پارلمان په دوو ډلو ویشل کیږي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو ١٥٣ غړيو څخه ١٢٦ تنو ياد فرمان ته منفي رايه ورکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery