مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کاله پنځه ملیارده ډالره کلنۍ مرسته اعلانیږي

احمد فیصل
ناټو وايي، ضعیفه جګړه ییز مدیریت، خپلمنځي سیاسي اختلافات او د افغان ځواکونو کم جنګي وسایل هغه ستونزې دي، چې افغانستان کې یې نا امنۍ او بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې ده. د دغه سازمان یوه لوړپوړي قوماندان ګورډن داوس ویلي، چې د همدغو درېو ستونزو له کبله طالبانو هم وروستیو کې جګړې ته زور ورکړی دی. نوموړي دغه راز ویلي، چې امریکا دا مهال له خپلو متحدینو سره په پام کې لري، چې له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ م کاله ۵ ملیارده ډالره کلنۍ مرسته اعلان کړي. د ناټو دغه لوړپوړي قوماندان زیاته کړې، افغانستان د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په موخه ښه چانس له ځانه سره لري، چې باید سالمه ګټه ترې واخیستل شي. د هغه په وینا افغان حکومت ته په پکار ده، چې د وارسا راتلونکې غونډه کې نړېوال مرسته کوونکي له افغانستان سره بنیادي همکارېو ته راضي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery