دخپریدو نیټه : 2016-06-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پنټاګون: تر ۲۰۲۰ م کاله افغانستان کې پاتې کېدو ته چمتووالی نیسو
احمد فیصل
د امریکا دفاع وزارت وايي، چې دوی په افغانستان کې تر ۲۰۲۰ م کاله پاتې کېدو ته چمتووالی نیسي. ډان اردو ورځپاڼې د پنټاګونو د سرچینو په حواله لیکلي، چې له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ م کاله د پنځه ملیارده ډالرو کلنۍ مرستې تر اعلان وروسته به امریکا په افغانستان کې د څلورو نورو کلونو لپاره د پاتې کېدو په موخه پلان جوړوي. ورځپاڼې د دغو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي لیکلي، افغانستان دا مهال تر پخوا ډېر د امریکايي ځواکونو حضور او روزنیزې مرستې ته اړتیا لري. ورځپاڼه کاږي، همدې اړتیا ته په کتو پنټاګون له اړوند نورو ادارو سره په ګډه هغه هېواد کې د روان ماموریت غځولو ته چمتووالي نیسي. باید وویل شي، چې وروستیو کې امریکا له خپلو متحدو هېوادونو غوښتي، چې افغان ځواکونو سره خپله کلنۍ مرسته له څلورو څخه پنځو ملیارده ډالرو ته لوړه کړي.