دخپریدو نیټه : 2016-06-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
تورخم کې تېره شپه یو ځل بیا څو ساعته جګړه وشوه
احمد فیصل
تېره شپه یو ځل بیا په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه وشوه. په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خېل وايي، چې ماښام شاوخوا اووه بجې پاکستاني ځواکونو پر افغان لوري ډزې وکړې، چې دوی هم پر وخت ځواب ورکړ. د نوموړي په وینا افغان ځواکونه په پوره مورال او له وطن سره په بشپړې مینې د پاکستاني ځواکونو د یرغل پر وړاندې جګړه کوي. ویل کیږي، چې په دغه تازه نښته کې د افغان ملي سرحدي ځواکونو یوه سرتیري د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې او پنځه نور ټپیان دي. دغه راز پاکستاني رسنیو تېره شپه خبر ورکړ، چې نښته کې د هغوی په یوه پوسته کې څلور پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. ویل کیږي، چې افغان ځواکونو د جګړې پر مهال د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته او له پولې هاخوا یو ټانګ په نښه کړي او په کې پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. بلخوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې د افغان سرتیرو پر ډزو د هغه هېواد د پوځي آفسر علي جواد چنګیزي د وژل کېدو غچ به خامخا اخلي. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغه لوړپوړي پوځي افسر وینه به بېځایه نه ځي او په وینا یې د وینې بدله یې وینه تویول دي.