مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کرزی: پاکستان د زور له لارې پر افغانستان ډیورنډ نه شي منلی

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پاکستان په تورخم کې د تاوتریخوالي او شخړو د رامنځته کولو له لارې غواړي، چې د ډیورنډ مسئله راپورته کړي. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان دا ډول هڅې به هېڅکله نتیجه ور نه کړي. حامد کرزی وايي، پاکستان باید د مداخلې او شخړې پر ځای له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه چلند وکړي. پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې، چې پاکستاني چارواکي به له عقل او منطق نه کار واخلي او له خپل ګاونډي افغانستان سره ښې اړیکې وپالي. شنونکي هم وايي چې پاکستان د یوې لویې دسیسې له مخې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاروونکو اقداماتو سره غواړي چې د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه په خپلو کې په جنګ سره واچوي او د ډیورنډ په اړه افغانستان خبرو کولو ته مجبور کړي. پاکستان له تېر یونیم کال راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو په ګډون یو شمېر سرغړونې پیل کړې دي. پاکستاني پوځیانو د تېرې یکشنبې په ورځ غوښتل چې په تورخم بندر دروازه او اغزن سیم ولګوي، خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوه او وروسته د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه. د دوشنبې په ورځ هم په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې څلور ساعته یې دوام وکړ. پاکستان د نړیوالو قوانینو خلاف په صفري نقطو کې تاسیسات جوړوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery