دخپریدو نیټه : 2016-06-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سټولټنبرګ: له افغان ځواکونو سره به تر ۲۰۲۰ پورې هر کال ۵ ملیارده ډالر مرسته کوو
احمد فیصل
ناټو پرېکړه کړې، چې دغه سازمان به په افغانستان کې خپل نظامي حضور او د روزنې ماموریت ته ادامه ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۱۶ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت، چې دوه کاله مخکې پیل شوی و، پای ته ورسیږي. د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې پریکړه وشوه، چې په افغانستان کې به د روزنې ماموریت په ۲۰۱۷ کې هم دوام کوي. د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ تر یادې غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، د سازمان غړو هیوادونو ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت د دوام تر څنګ به له یادو ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ م کاله پنځه ملیارده ډالره کلنۍ مرسته کوي.