دخپریدو نیټه : 2016-06-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کليو پراختيا وزارت ۷۶ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابروي
د کليو پراختيا وزارت د ١٥٠٠ پروژو په پلې کولو سره ۷۶زره کسانو ته کاري فرصتونه برابروي او د ټولګټو وزارت څه باندې ٤٠٠٠ کيلو مټره سړک جوړوي. د کليو د پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي خبریالانو ته وويل چې د کارموندنې د ملي پروګرام په دويم پړاو کې به په هرات، باميانو، بادغيس، غور او فراه ولايتونو کې د ٦٩٥.٦ ميليونو افغانيو په لګښت۱۵۰۰ پراختيايي پروژې پلې شي. هغه زیاته کړه، چې د دې پروژو کار راتلونکې شنبې پيلېږي او د پلي کېدو پر مهال به يې په ۳۷۰۰ کليو کې څه باندې ۷۶ زره کسانو ته لنډمهال او منځ مهالي کاري فرصتونه برابر شي. بلخوا د ټولګټو وزارت وياند مهدي روحاني وويل چې دغه وزارت به په روان کال کې د ۵۲۴ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت ۴۱۸۳ کيلومتره سړک او ۲۱۱۴ متره پلونه په پاخه ډول جوړ شي .