دخپریدو نیټه : 2016-06-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان ځواکونو سرخ کوتل بېرته ونیو
احمد فیصل
افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت د سرخ کوتل سیمه بیرته نېولې ده. دا سیمه چې د لرغونو اثارو درلودونکې او ستراتیژیکه بلل شوې، یوه میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه. د بغلان د امنیت امر جنرال امیرګل حسن خېل وايي، د سرخ کوتل د بیا نیولو په موخه یې له څه مودې راهیسې عملیات پېل کړې وو، چې تېره ورځ په بشپړه توګه له طالبانو ونیول شوه. ویل کیږي، چې د دغو عملیاتو پر مهال دواړو غاړو ته تلفات هم اوښتي، خو په اړه کره ارقام نه دي وړاندې شوي.