دخپریدو نیټه : 2016-06-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عزیز وايي تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې ونه دروي
احمد فیصل
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج وايي، تورخم کې به د دروازې د جوړولو کار دوام لري او که پر ځواکونو یې برید وشي، جدي ځواب به ورکړي. نوموړي له بي بي سي اردو سره په خبرو کې ویلي، تورخم کې په دروازې جوړولو پاکستان نه له افغانستان سره کومه لاسلیک شوې هوکړه تر پښو لاندې کوي او نه هم له کوم نړېوال قانون سرغړونه کوي. په داسې حال کې، چې افغان لوری ډېورنډ پوله فرضي بولي، سرتاج عزیز ټینګار کړی، چې ترې تګ راتګ باید د اسنادو په وسیله وشي. که څه هم افغان چارواکو ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د دروازې د رغولو چارې درولې، خو عزیز وايي، نه به د دروازې جوړولو کار ودروي او نه په دې برخه کې د افغانستان اجازې ته اړتیا ویني. هغه ټینګار کړی، چې که پر ځواکونو یې څوک برید وکړي، له جدي غبرګون سره به مخ شي.