دخپریدو نیټه : 2016-06-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جنرال دوستم: د افغانستان یوه لوېشت خاوره به هم پاکستان ته ور پرې نه ږدم
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، که پاکستان په تورخم کې وروستي جنجالونه د خبرو له لارې حل نه کړي نو پر وړاندې به یې پوځي اقدام وکړي او زیاتوي اوس وخت را رسېدلی چې ټول ملت د دغه هېواد پر وړاندې یو موټی شي.
دغه راز د هېواد پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي هم ويلي چې پاکستان غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره وجنګوي او تر څنګ یې ویلي چې په تورخم کې د افغان ځواکونو سرښندنه او مېړانه د ستاینې وړ ده.
عبدالرشید دوستم چې په فاریاب کې خپلو پلویانو ته وینا کړې ويلي چې که پاکستان په تورخم کې وروستي جنجالونه د خبرو له لارې حل نه کړي، نو پر وړاندې به یې پوځي اقدام وکړي.
دوستم د تورخم په وروستۍ جګړه کې د افغان ځواکونو مورال وستایه او ټینګار کوي چې د افغانستان یو لوېشت خاوره به هم پاکستان ته پرې نه ږدي.
په داسې حال کې چې په تورخم کې د تاسیساتو جوړېدو پر سر رامنځته شوې ستونزه په موقتي ډول حل شوې، خو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، حکومت به هېڅکله هم له پاکستان سره په دې موضوع معامله ونه کړي او دغه هېواد یې د افغانستان د ازلي دښمن په توګه یاد کړی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، اوس وخت را رسېدلی چې ټول ملت د پاکستان پر وړاندې یو موټی شي او د دغه هېواد پر دروغجنو ژمنو ونه غولېږي.
هغه چې دا مهال په فاریاب کې د وسله والو د ځپلو پر عملیاتو بوخت دی، د خپلو پلویانو ترمنځ ژمنه وکړه چې که اړتیا شي، نو زرګونه پلویان به یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د هېواد په هره برخه کې د امنیت په ساتلو کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم د جګړې پر مهال ګڼ شمېر هېوادوالو پر نوموړي تور پورې کړ، چې یوازې د افغانستان د شمال امنیت ورته مهم دی او نورې برخې یې هېر کړې دي، خو نوموړي د خپلو پلویانو ترمنځ وویل، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت لپاره هرې برخې ته ورتلو ته تیار دی.
بلخوا پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي د تورخم په شخړه کې د افغان ځواکونو مېړانه ستايلې او زياته کړې یې ده چې د پاکستان استخباراتي اداره غواړي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک سره وجنګوي.
د تورخم لاره تر شپږو ورځو بندېدو وروسته پرون د اسناد لرونکو خلکو او سوداګريزو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د تېر په څېر يو ځل بيا پر افغانستان د تېري ناوړه هڅه وکړه.
مجددي د تورخم د ستونزې پر مهال د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د مېړانې ستاينه کړې او د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو غبرګون يې د پاکستان لپاره د عبرت درس ګڼلى دى.
هغه زياته کړه: ((ما پخوا هم ويلي، اوس يې هم وايم، چې د پاکستان استخباراتي اداره اى اېس اى د افغانستان د ټولو ناخوالو او بدختيو مسووله ده، دغه اداره اوس غواړي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ولسونه سره وجنګوي.))
د مجددي په وينا، دغه استخباراتي اداره نه يوازې افغانانو، بلکې د خپل هېواد ولسونو ته يې هم ستونزې جوړې کړې دي.
هغه ويلي چې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال پاکستان له مجاهدينو سره د همکارۍ له نومه په استفادې سره په ډېرو برخو کې د افغانستان خاورې ته ننوتلی او اوس بايد افغانان په اتحاد او اتفاق سره له پاکستانه خپله خاوره بېرته ترلاسه کړي.