مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

زاخېلوال: کډوالو د بېرته ستنېدو ژمنه کړې ده

احمد فیصل
د ولسمشر ځانګړي استازي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عمر زاخېلوال پرون خيبر پښتونخوا ايالت ته سفر وکړ او د افغان کډوالو له استازو سره يې وليدل. سرچينې زياته کړې چې د دې کتنې پر مهال د کډوالو استازو د پاکستاني پوليسو له ځورونو شکايت وکړ. د افغانستان سفير دوى ته ژمنه ورکړه چې دا ستونزه به په جدي توګه د خيبر پښتونخوا له مشر وزير او له پوليسو سره شريکه کړي. ډاکتر زاخېلوال د دې ليدنې پر مهال د افغان کډوالو له استازو وغوښتل چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو تصميم په جدي توګه ونيسي. سرچينې زياته کړې چې دغه راز د کډوالو يو پلاوى به له ولسمشر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او د کډوالو د ستنېدو پر شرايطو به وغېږېي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery