دخپریدو نیټه : 2016-07-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا د انساني قاچاق په تور اته نور هېوادونه هم په تور لیست کې شامل کړل
احمد فیصل
امریکا د اتو نورو هیوادونو نومونه هم په هغه تور لست کې شامل کړل چې د انساني قاچاق په برخې کې یې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی. په هغه رپوټ کې چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی دی د برما، هایټي، پاپوا نیو ګیني، سوډان، سرینام، ترکمنستان او ازبکستان نومونه شامل دي. د دغو اتو هیوادونو سره اوس په لست کې ۲۷ هیوادونه شامل دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخې کې یې موثر اقدامات نه دې کړي. د نړۍ په کچه د انسانانو قاچاق د کاله د ۱۵۰ میلیارد ډالره کاروبار دی. دغه هغه کاروبار دی چې په نتیجه کې یې په نړۍ کې ۲۰ میلیون کسان د مریانو په څیر ژوند کوي.