مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان: امریکا دې په پاکستان کې ډرون بریدونه نه کوي

احمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد په قلمرو کې دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي. په خبر پاڼه کې راغلي چې د ډرون بریدونه دې باید سمدستې ودرول شي، ځکه د ا بریدونه د پاکستان د ځکمنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر ضد دي. که څه هم پاکستان وړاندې په وار وار دا ډول غوښتنې کړي دي، خو داسې ښکاري چې امریکا د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د خپلو دښمنانو وژل تر هرڅه مخکې ګڼي. پاکستان وروسته تر دې دا پرېکړه کړې چې امریکا په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي و چې په پاکستان کې یې تر ټولو ډېر د ډرون بریدونه کړي دي. د امریکا په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د ٢٠٠٩ او ٢٠١٥ کلونو منځ کې، د ۶۴ او ١١٦ ترمنځ ملکې کسان په بریدونو کې وژل شوي. همدارنګه ویل شوي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ٢٣٧٢ تر ٢٥٨١ وسله وال وژل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery