مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا د پاکستان د سرحدونو د کنټرول له ستراتيژۍ ملاتړ کوي

احمد فیصل
امریکا وايي د پاکستان له هغې ستراتیژۍ ملاتړ کوي چې له مخې به یې له افغانستان سره د دغې هېواد پولې کنټرولېږي او په اتو نقطو کې به دروازې جوړوي. د پاکستان او افغانستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي ریچارد اولسن او د جان مک کین په مشرۍ یو هیت د جمعې په ورځ پاکستان ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. ویل کېږي چې هیت د پاکستان د استخباراتو د ادارې له مشرانو او د بهرنیو چارو وزیر عزیز چودري سره کتلي او په سیمه کې یې د ځينو روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي. اولسن ویلي چې امریکا د پاکستان له دې ستراتيژۍ ملاتړ کوي چې له مخې یې دوی خپل سرحدونه کنټرولوي. اولسن زیاته کړې په دې سره به دغیر قانوني خلکو او وسله والو د تګ راتګ مخه ونېول شي او په سیمه کې به امنیت ښه شي. په ورته وخت کې جان مک کین ویلي چې د پاکستان د ضرب عضب عملیات بریالي و او ترهګر یې ځپلي دي. راحیل شریف په دې لیدنه کې له امریکايي پلاوي سره ژمنه کړې چې د وسله والو پر وړاندې به جدي مبارزه کوي خو په وینا یې تر ډیره به منفي عواقب ولري او ترهګري به په سیمه کې پراخه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery