دخپریدو نیټه : 2016-07-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د جنرال دوستم ملیشو په شمال کې سپن ږیري او ماشومان وژلي دي
احمد فیصل
په فاریاب، بغلان او کندوز ولایتونو کې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د خپلسرو ملېشو له لوري د خلکو د ځورونې، وژنې او نیونې پېښې ډېرې شوې دي. د ملېشو د ظلمونو له امله په روژه کې له یادو ولایتونو سلګونه کورنۍ خوندي سیمو ته کډې شوې دي. د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو چې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، وویل چې د ولسمشر د لومړي مرستیال وسله والو د طالبانو په نوم په دې سیمه کې لسګونه کسان وژلي، ټپیان کړي او بندیان کړي دي. د دوی په وینا، یادو ملېشو یو شمېر کورونه هم سوځولي دي او خلک یې کډه کولو ته مجبور کړي دي، ځايي اوسېدونکي وايي چې د جنرال دوستم ملیشې ماشومانو او سپن ږيري هم وژني یا یې له ځان سره بیايي. د بغلان د ډنډ غوري یو مخور سپین ږیری حاجي عصمت الله وايي چې د دولتي ځواکونو او ملېشو د عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي. نوموړي ورځپاڼې ته وویل چې په وروستیو عملیاتو او جګړو کې ملکي خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي او خلک د روژې په دې مبارکه میاشت کې له سختو ستونزو سره مخ دي.