مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سعودي پاچا له افغان سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ

احمد فیصل
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د افغانانو په مشرۍ افغانستان کې د سولې د خبرو هرکلی او ملاتړ وکړ. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي له افغان سولې خپل ملاتړ له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال څرګند کړ. سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني د یادې لیدنې پر مهال غوښتي، چې د اسلامي نړۍ عالمان دې د یوې فتوا په صادرولو سره سیمه کې روانه ترهګري انساني ضد پدیده معرفي کړي او مسلمانان دې د دغې پدېدې پر وړاندې مبارزې ته وهڅوي. د سعودي عربستان پاچا د دغې مسئلې په تایید سره د افغان حکومت د سولې له بهیره ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې، چې په افغانستان کې د سولې په خاطر به په اړوندو خواوو د خپل هېواد له نفوذ او مشروع فشارونو استفاده وکړي. باید وویل شي، چې ولسمشر اشرف غني د عمرې حج د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی و او نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery