دخپریدو نیټه : 2016-07-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سېلابونو په چین کې ګڼ شمېر کسان مړه کړي
احمد فیصل
چین کې چارواکي وايي د یانګزه سیند شاوخوا سیمو کې له ګن باران وروسته سیلابونو ۱۸۰ کسان مړه کړي دي. د مرکزي او سویلي چین په اوو ایالتونو کې له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو باران ریکارډ شوی او دغه راز په یوه ساعت کې د ۱۶۰۰ کیلومتره په چټکتیا بادونه چلیږي.چارواکي وايي ۴۵ کسان اوس هم بې درکه دي او ۳۳ میلیونو کسان د باران، توپان او سیلابونو له کبله اغیزمن شوي دي. په ځینو سیمو کې د باران له کبله د اورګاډي پټلۍ هم اوبو وړې او د تګ راتګ لارې تړلې دي. د سوت چاینا مارننګ پوسټ په رپوټ کې تر راتلونکې چهارشنبې پورې سویلي او لوېدیځ چین کې د نورو ګڼو بارانونو وړاندوینه شوې.