دخپریدو نیټه : 2016-07-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افراسیاب خټک: پاکستان پر افغانستان فشارونه زیات کړي
احمد فیصل
د پاکستان پخوانی سناتور وایي د امریکا له خوا د پاکستان سره د اف ١٦ ډوله الوتکو معامله له منځه تللې، خو ددې فشار باوجود پاکستان، د افغانستان سره، نه یوازې دا چې خپل دریځ نه اړوي، بلکه پر افغانستان باندې به د مهاجرینو او پولو په برخه کې لا فشار ته دوام ورکړي. خټک زیاته کړې ده چې په پاکستان کې اوس هم افغان طالبان فعالیت کوي چې څه موده مخکې سرتاج عزیز هم په دې خبره اقرار کړی دی. د نوموړي په خبره پاکستان تر اوسه پورې د افغان طالبانو پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی یوازې له دې مسلو غواړي پر افغانستان د فشار د آلې په توګه کار واخلي. نوموړي وویل پاکستان د ډرونډ د حملو مخالف دی ځکه هغه د خپل استقلال نقض بولي خو هغه ترهګر چې هلته تر ټولو ستر نقض دی نه ویني. هغه زیاته کړې چې د افغانستان پر وړاندې سیاست په پاکستان کې د نظامیانو په لاس کې دی نو تر ډيره سخت دی. هغه ویلي چې د پاکستان ټول حزبونه په افغانستان کې سوله غواړي خو نظامي زعامت غواړي خپل لاسپوڅی حکومت په یاد هېواد کې جوړ کړي.