مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لومړي ځل مشتري یا JUPITER ته د انسان لومړني معلوماتي راکیټ ورسید .

خالد هادي

.
.
ناسا خبر وړ کړ چي (JUNO) په نامه راکیټ ئې په کامیابۍ سره دمشتري مدار ته همدا نن ورساوه .
جانو په پنځه کاله کي نژدې دوه اعشاریه نهه اتیا ملیارډه کیلومتره لاري په وهلو سره نن د مشتري مدار ته په بریالیتوب سره داخل سو .
پر دغه راکیټ نژدې یو اعشاره یو ملیارډ ډالره مصرف راغلی وو . چي د دریو سولرو په مټ روان وو چي په ساعت کي ئې دوه لکه پنځه شپیته زره سرعت باندي لاره طی کول .
مشتري (Jupiter) د لمریز نظام تر ټولو لویه سیاره ده چې ۶۷ پېژندل شوي سپوږمیانې او څلور کړیانې (rings) لري. د مخ تودوښه یې منفي ۱۰۸ درجو ته رسېږي. مشتري زموږ په لمریز نظام کې څلورم ځلانده شی دی--- یانې لومړی لمر، دوهم سپوږمۍ، درېیم زهره، او څلورم مشتري. که څه هم زهره ډېره کوشنۍ ده خو ځمکې ته د نږدېوالي له کبله ځلانده ښکاري؛ او مشتري چې بیا ډېر لیرې دی، د خپل غټوالي له کبله ځلانده دی. دا له هغو پنځو سیارو څخه ده چې له ځمکې څخه په لغړو سترگو لیدل کېدای شي.
د مشتري یو کال د ځمکې ۱۲ کاله کېږي.
مشتري تر مریخ ډیر یخ او تر مریخ ئې د سېلۍ او توفانونو کچه اته برابره ده !
جانو به تر ۲۰۱۸ پوري نژدې ۳۰ ځله پر مشتري راوګرځي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery