دخپریدو نیټه : 2016-07-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ټیکزاس کې بریدګرو څلور پولیس افسران وژلي دي
احمد فیصل
د امریکا د ټکزاس ایالت په ډالاس ښار کې د لاریون پر مهال ډزو کې یوولس پولیس افسران وژل شوي او اته نور ټپیان دي. دغه لاریونونه تر هغې وروسته پېل شول، چې پولیسو په یاد ایالت دوه تور پوستي امریکایان پر ډزو و وژل. د ډالاس د پولیسو مشر ډېوېډ براون ویلي، چې لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی او د له منځه یې دوو کسانو پر پولیسو د سنایپر وسلې بریدونه کړي دي. ویل کیږي، چې یو بریدګر پولیسو ته ځان تسلیم کړی او د بل د نیولو هڅې روانې دي.