دخپریدو نیټه : 2016-07-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان پوځ: د پاکستان پوځ افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو مخه په آسانۍ نیولی شي
احمد فیصل
افغان پوځ د پاکستان د لوی درستیز د ورستیو څرګندونو چې ویلي دي افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو مخه نیسي هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې که د پاکستان پوځ دا ژمنه پلې کړي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د ډاډ او باور فضا رامینځ ته شي. د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد ویلي، که د پاکستان پوځ وغواړي افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو مخه په آسانۍ نیولی شي او دوی د پاکستان د پوځیانو د عملي اقداماتو په تمه دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو د مخنیوي خبره اسلام آباد ته د امریکايي سناتورانو له لیدنې وروسته کوي. د جان مککین په مشرۍ امریکايي سناتورانو څو ورځې مخکې له پاکستان لیدنه وکړه او د دغه هېواد له چارواکو يې وغوښتل چې افغانستان ته جنګیالو د اوښتو مخه ونیسي او د حقاني شبکې خلاف اقدامات وکړي.