دخپریدو نیټه : 2016-07-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کانګرس ځینو غړو افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل وغندل
احمد فیصل
ولسمشرۍ ماڼۍ د راتلونکې میلادي کال تر لومړیو په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د بارک اوباما د پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګټور ګام بللی. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو پاتې کېدل افغان ځواکونو ته د امنیتي او تخنیکي مرستو د برابرولو لپاره ګټور دي. د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو تر څنګ د امریکایي سرتېرو موجودیت کولای شي له ترهګرۍ سره مبارزه کې مثبت اغېزه ولري. ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې خپل ۸۴۰۰ سرتېري به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر جنورۍ په افغانستان کې وساتي. بلخوا په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر شنونکو او د امریکا د کانګرس ځينو غړو د اوباما دغه پرېکړه غندلې او دا یې افغانستان کې د جګړې د دوام یو پېغام بللی دی. د کانګرس غړي په دې باور دي، چې افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور طالبانو او مخالفو ډلو ته د جګړې پلمه ده او پر اساس یې افغان حکومت نور هم ضعیفه کېدای شي.