د چارو د ادارې څخه د نوم نه خپرولو په شرط یوې سرچینې بېنوا ویبپاڼي ته ویلي چي په پېښور کي د جنرل قونسل په توګه د غرزي خواخوږي پر ټاکنه توافق سوی چي د وارسا کنفرانس څخه د اولسمشر د راتلو سره سم به یې حکم لاسلیک سي.
ښاغلی خواخوږی په حکومت او نړیوالو موسساتو کي د لوړو موقفونو کاري تجربه لري، سیاستوال او لیکوال دی.
په پېښور کي د خواخوږي د ټاکلو تصمیم وروسته له هغه نیول کېږي، چي ویل کېږي تازه ټاکل سوي قونسل وحیدالله پویان ناندرۍ راپارولي.
د پویان د ډيپلوماټيکي تجربې کمښت په پېښور کي یو ځل د قونسلګرۍ د بندېدلو، کاري کمزورۍ، اداري اختلافاتو او په پراخه کچه مالي فساد رامنځ ته کېدلو عوامل ددې سبب سوي چي په اسلا آباد کي افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال یې هم ارګ ته شکایت وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اداري معینیت یوه کارکوونکي د وحیدالله پویان د اداري فساد د څېړلو خبره وکړه، د سرچینې په خبره دوسیه به یې لویي څارنوالۍ ته واستول سي.
تمه کېږي چي د ښاغلي خواخوږي په ټاکنه به په پېښور کي سیاسي استازولي منظمه او هلته مېشتو افغان کډوالو ته پوره رسیده ګي وسي.