دخپریدو نیټه : 2016-07-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان پر ډیورنډ کرښه د هوايي ډګر د جوړولو او اغزن سیم د غځولو پلان لري
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل کې ولسوالۍ کې د هوايي ډګر او پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو پلان لري.
په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وايي، چې د پاکستان پوځ د دغه کار په بدل کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د ځینو امتیازاتو د ورکولو ژمنې هم ورکړي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان تر پرلپسې تحرکاتو وروسته اوس دغه هېواد هڅه کوي له عامو خلکو سره د یوه جوړجاړي پراساس خپلو دغو مداخلو ته دوام ورکړي.
په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازو کابل نیوز ټلوېزیون ته ویلي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان پوځ د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې خپل تحرکات چټک کړي او اسلام اباد هڅه کوي له خلکو سره د یوه سازش په پایله کې خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي.
د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې پاکستان تر راتلونکو لسو ورځو د برمل په رډانو سیمه کې د هوايي ډګر د جوړولو او اغزن سیم د غځولو کار پيلوي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر لطیف ژوندی وايي، چې پاکستان د برمل او شکین ولسوالیو ځايي اوسېدونکو سره د یادو تاسیساتو پروړاندې د نه مزاحمت په بدل کې د ځینو امتیازاتو د ورکولو ژمنې کړي.
د هغه په وینا، د پاکستان پر وروستیو مداخلو په ملي امنیت شورا کې خبرې شوي او ټاکل شوې تر اختر وروسته پر همدې مسایلو د خبرو لپاره یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تراوسه په پکتیکا کې د پاکستان له دا ډول تحرکاتو خبر نه لري او زیاتوي، افغان سرحدي سرتیري دنده لري، چې د دې ډول مداخلو مخه ونیسي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر مداخلو اندېښنې داسې مهال دي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې پاکستان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کشمیرۍ جنګیالۍ ډلې ځای پرځاي کړي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وایي، چې پاکستان په تورخم کې د کرښې په څلوېښت مترۍ کې د دروازې او نورو تاسیساتو جوړولو کار ته دوام ورکوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وایي، چې پاکستان له کوم دوه اړخیز توافق پرته په تورخم کې د دروازې د رغولو چارې ته دوام ورکوي.
د زمري په وینا، د پاکستان موخه دا ده چې پر افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني.