دخپریدو نیټه : 2016-07-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سیګار: امریکا د افغان ځواکونو پر روزلو ۶۸،۶ ملیارده ډالره لګولي
احمد فیصل
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا ځانګړي سرپلټونکي په خپل یوه راپور کې ویلي، چې امریکا یوازې د افغان ځواکونو پر روزنه ۶۸،۶ ملیارده ډالره لګولي دي. راپور زیاتوي، چې د افغان ځواکونو پر روزلو دغه اندازه پیسې له ۲۰۰۲ د روان کال تر مارچ میاشتې پورې لګول شوې دي. د دغه راپور له شمېرو څرګندیږي، چې متحده ایالاتو په یاده موده کې یوازې د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې د کال نږدې پنځه ملیارده ډالره مصرف کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه (تېره ورځ) د امریکا په شمول د ناټو غړو هېوادونو له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ م کاله پنځه ملیارده ډالره کلنۍ مرسته اعلان کړه. له دې پیسو به د افغان ځواکونو د روزنې پر لګښتونو سربېره، د هغوی میاشتېنۍ تنخواوې ورکول کیږي او د امکاناتو او تجهیزاتو برابرولو لګښتونه به هم ترې پرې کیږي.