دخپریدو نیټه : 2016-07-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
توپیر شته
پوهنمل محمدوارث
زما اند او ستا خيالونو کې توپير شته
بس د هر چا په فکرونو کې توپير شته
ته مغروره خو د هيچا پروا نکړې
دامنم چې عادتونو کې توپير شته
د ساده مينې ارزش باندې پوهيږم
چې په کليو او ښارونو کې توپير شته
د رباب خوږو نغمو ته که لږ ځير شې
د هر تار په اوازونو کې توپير شته
ما احساس د خطر وکړ چې ډوبيږم
سمندره! ستا موجونو کې توپير شته
وارث وائي زما درد ځکه سوا دې
د هر چا د زړه دردونو کې توپير شته