دخپریدو نیټه : 2016-07-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
لیتوانیا له افغانستان سره د کال ۵۰۰ زره ډالره مرسته کوي
احمد فیصل
لېتوانیا له افغانستان سره د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د کال ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د لیتوانیا دفاع وزیر رایمنډز بیرګمانیس ویلي، چې سرتیري به یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ۲۰۱۷ م کاله تر پایه د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او پر دې سربېره به تر ۲۰۲۰ م کاله له افغان ځواکونو سره د کال ۵۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کوي. باید وویل شي، چې د لیتوانیا یو کم شمېر سرتیري افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت پر مهال پر جګړه بوخت وو او اوس د یاد سازمان د غوڅ ملاتړ ماموریت تر نامه لاندې افغان ځواکونه روزي.