دخپریدو نیټه : 2016-07-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مکین: پاکستان کې د طالبانو د پناه ځایونه له ورانولو پرته دې ډلې ته ماتې ورکول ناشونې ده
احمد فیصل
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې رييس، سناتور جان مکین وايي د پاکستان له خاورې له وسله والو طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړ د افغانستان حالات سخت کړي دي. سناتور جان مکین، چې تازه د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته ګرځېدلی له آري نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناه ځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ورکول ناشونې ده. ده ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې تش په خوله د ملاتړ شعارونه ګټه نه کوي، باید د پاکستان مشران په خپله خاوره کې د یاغي ډلو مرکزونه او پناهځایونه له منځه یوسي. هغه پر پاکستان غږ کړی، چې باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي ځکه، دا شبکه د امریکایانو او افغانانو په وژلو کې لاس لري.