مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلیلزاد: پاکستان په افغانستان کې د ستونزو مور ده

احمد فیصل
په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان په افغانستان کې د ټولو ستونزو مور ده. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، امریکا په دې باور ده، چې حقاني یوه ترهګره ډله ده او په دې کې هم شک نه شته چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو سره تاریخي او ټینګې اړیکي لري. خلیلزاد دغه راز ویلي، چې سبا سې شنبه به د امریکا په ګانګرس کې له ترهګرۍ سره د پاکستان د اړیکو او همکارۍ په اړه بحث وشي. دی وايي، چې په خپله به هم د کانګرس یاده غونډه کې وینا وکړي، او امریکا ته به دا په ډاګه کړي، چې پاکستان د ترهګرۍ په مسئله کې له امریکا سره همکاري کوي که په خپله له ترهګرۍ سره. زلمی خلیلزاد په دې باور دی، هغه ډلې چې له افغانستان سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي، نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې اقدام وکړي. خلیل زاد وايي هغه افغانان چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې راکش کړي او محاکمه یې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery