دخپریدو نیټه : 2016-07-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
کابل ته د چین د پوځي مرستو دویمه بسته هم راورسېده
احمد فیصل
افغانستان سره د چین د پوځي او امنیتي مرستو دویمه بسته هم نن کابل ته راورسېده. دا وار چین په دغه مرسته کې پر سکنر ماشینونو او د چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو پر وسایلو سربېره د پلټنې ۴۰ قلمه وسایل را استولي دي. افغان چارواکي وايي دا سکنرونه به کابل ښار ته د ننوتلو په څلورو لویو دروازو کې ولګول شي چې امنیت خوندي کړي. کابل ښار وخت ناوخته د ځانمرګو موټر بم چاودنو شاهد وي او د امنیتي چارواکو په ويناء دا وسایل به ورسره په کشف کې لویه مرسته وکړي. چین دغه راز څلور سوه امنیتي وسیلې چې د چاودیدونکو توکو په له منځه وړلو او کشف کې به له پولیسو سره مرسته وکړي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپارلې. چین تېره اوونۍ هم د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت په لومړي وار پوځي مرستې وکړې، چې وسلې او د اکمالاتو وسایل پکې شامل وو.