دخپریدو نیټه : 2016-07-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر: یوه کوچني اقلیت د تروریزم ښامار روزلی او اسلامي نړۍ ګواښي
احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، یوه واړه هېواد ټولې اسلامي نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او نړۍ باید د دغه ښامار په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.
غني د وارسا غونډې د لاسته راوړنو په اړه یې پرون یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل په مدینه منوره کې د یوه پاکستاني له خوا ځانمرګي برید دغه هېواد ټولو ته څرګند کړ.
غني وویل، د ولسمشر په توګه د کار د پیل له لومړۍ ورځې یې د سولې لپاره هراړخیزې هڅې وکړې، خو د دولت مخالفینو او د هغوی ملاتړو د افغانستان د خلکو پروړاندې عمومي جګړه اعلان کړه.
ولسمشر وویل، د افغانستان د سولې څلور اړخیزې ناستې، سیمې او نړۍ ته د افغانستان رښتینولي ثابته کړه او په وینا یې چا چې همکاري ونه کړه منزوي شوي دي.
هغه زیاته کړه:((خو له دغه هېواده هم غواړي چې له افغانستان سره له تشو ژمنو تېر او عملي همکاري وکړي))
ولسمشر غني وايي، په مدینه منوره کې د یوه پاکستاني وګړي له لوري ځانمرګي برید دا واضح کړه چې کوم هېواد د ترورېزم ښامار روزلی دی.
نوموړي په ډاګه کړه چې اسلامي نړۍ او سیمه باید نور د روان افراطیت د ریښو د پیدا کولو او وچولو په برخه کې هڅې وکړي.
ولسمشر وویل:((وروسته له دې چې په مدینې منوره کې چاودنه وشوه او له بده مرغه هغه کس چې حمله یې کړې، د پاکستان و، د دې اړتیا شته چې د ښامار د سر په پيدا کولو فکر وشي، باید معلومه شي چې افراطیت چېرته دی؟ ولې رامنځ ته شوی؟ ولې یې پر وړاندې سیمه ییزه همکاري نه رامنځته کېږي، نن د یوه نوک په څېر اقلیت اسلامۍ نړۍ ته ګواښ کوي.))
د هغه په وینا، په نړیواله کچه د پاکستان په اړه د افغان حکومت نیت ټولو ته معلوم دی او دغه هېواد د ترورېزم د ملاتړ له امله منزوي شوی دی.
ولسمشر د وارسا په غونډه کې هم پر پاکستان نیوکه کړې وه او ویې ویل چې له پاکستان پرته د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې سوله او امن غواړي.
د ولسمشر پر دې خبرو پاکستاني چارواکي ناهیلي شوي و، خو خپله ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د تروریزم د ملاتړ په خاطر یې پر پاکستان انتقاد کړی او که پاکستان په دې ترې خفه وي، ده ته ملي ویاړ دی.
د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په دریځ کې وروسته له هغې بدلون راغلی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په هدف د څلورو اړخیزو غونډو لړۍ نتیجه ورنه کړه.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان په تېرو دوو کلونو کې یوازې تشې ژمنې کړي، خو اوس نړیوال پر دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه:((وضاحت راغلی، زموږ همکارانو زموږ دریځ په ښکاره ډول درک کړی دی، د الله په فضل نړیوال هم له موږ او هم له پاکستان سره په جدي ډول کار کوي څو داسې یوه پړاو ته ورسېږو چې همکاري یوازې تر خبرو محدوده نه شي، موږ په تېرو دو کلونو کې له پاکستانه ښې خبرې اورېدلي، خو څه چې غواړو، هغه عمل، عمل، عمل دی.))
ولسمشر وویل، ښکاره اسناد شته چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد ورانکاري فعالیتونه پلانېږي او زیاته یې کړه چې د پاکستان دا ډول فعالیتونه ورځ تر بلې کرکې زیاتوي.