مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یو طالب چارواکی: ملا منصور د سولې خبرو ته حاضر و، خو امریکا وواژه

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
وسله وال طالبان وايي، د دوی پخواني مشر د سولې د خبرو یوه پراخه اجنډا تر لاس لاندې درلوده، خو امریکا وواژه. د طالبانو د قطر دفتر یو چارواکی وایي، ملا اختر محمد منصور په قطر دفتر کې د طالبانو له مشرانو سره پر دې مشوره کړې وه چې پر کومو شرایطو د سولې له څلور اړخیزې همغږې ډلې سره خبرو ته کېني او ګڼو طالب مشرانو هم په دې لړ کې د هغه ملاتړ کاوه. دغه طالب چارواکي د پاکستان له اکسپرېس تربیون ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو نوي مشر، هبت الله تر اوسه د سولې پر خبرو غور نه دی کړی. ظاهراً افغانستان به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دوامدارې جګړې شاهد وي، ځکه د ناټو غړو هېوادونو د سولې له خبرو او له کوم سیاسی حل پرته، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د جګړې مالی تمویل پر غاړه واخیست. طالبان هم د خپل مشر وژنه د سولې خبرو د هغو هڅو ناکامول بولي، چې د دوی په وینا ملا اختر محمد منصور یی د بریالیتوب لپاره د قطر دفتر غړو ته قناعت ورکړی و او ټاکل شوې وه په پاکستان او قطر کې مېشت طالب مشران له واحد دریځ سره د سولې د څلور اړخیزې همغږې ډلې سره د خبرو مېز ته کېنی، خو د طالبانو د خپل منځي خبرو اترو په درشل کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو اختر محمد منصور په نښه کړ او د خبرو د پیل دغه سلسله یې ماته کړه. یاد طالب چارواکي ویلي:(( اختر محمد منصور په اپرېل او مې میاشتو کې په قطر دفتر کې له مېشتو طالب مشرانو سره د خبرو سلسله طرح کړه او غوښتل یې له هغو سره د سولې د خبرو په تړاو خپله پالیسې شریکه کړي. منصور غوښتل چې له موږ سره تر مشورې وروسته خپل وروستی او مثبت دریځ اعلان کړي. موږ باور لرو چې په داسې یوه حساس وخت کې زموږ د مشر وژل کېدل د سولې د خبرو پر وړاندې یوه توطیه وه.)) په قطر دفتر کې یوه طالب چارواکي ویلي چې د ملا اختر محمد منصور له هڅو وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره خپل یو پلاوی پاکستان ته ولېږه او له افغان حکومت سره یې د خبرو لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړل، چې یو له دغو شرطونو څخه د ملګرو ملتونو له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو ایستل وو، خو افغان حکومت د هر راز شرایطو په تړاو له خبرو ډډه وکړه. دغه طالب چارواکی وایي، چې د خبرو لړۍ هغه مهال په ټپه ودرېده چې ولسمشر غني پارلمان ته په وینا کې د جګړې اعلان وکړ. له دې اعلان وړاندې جنګیالیو په کابل کې د ملي امنیت پر لسم ریاست مرګونی برید کړی و. هغه وايي:(( په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم د سولې د خبرو پلوي وو او د طالبانو اکثریت مشرانو د خبرو او مشورو پر مهال د سولې د خبرو په تړاو ورته دریځ درلود. د طالبانو د مشرتابه په کړۍ کې اقلیت طالب مشران وو چې په اوسنیو شرایطو کې یې د سولې خبرو مخالفت کاوه، خو د اختر محمد منصور په وژل کیدو سره، زموږ نوې مشرتابه تر اوسه د سولې پر خبرو تمرکز نه دی کړی، ځکه هغه وخت ته اړتیا لري.)) دغه طالب چارواکی وايي، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د سولې د خبرو پر وړاندې لوی خنډ دي، خو ټینګار یې کړی چې لاهم د طالبانو مشرتابه او د قطر دفتر غړي د مدني ټولنې له غړو او سیاسي څېرو سره د خبرو دوام او یوې بین الافغاني حل لارې ته د رسېدو لپاره ژمن دي. تر دې مخکې روسیې هم د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي وو چې نوموړی د سولې پلوی و او غوښتل یې چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي، خو ووژل شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery