دخپریدو نیټه : 2016-07-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دانش او محقق وارسا کې د جنبش روشنايي پر اعتراضونو نیوکې وکړې
احمد فیصل
د ولسمشر او اجرائيه رياست دوهمو مرستيالانو په وارسا ناسته کې د "جنبش روشنايي" د پلويانو پر اعتراضونو کلک غبرګون وښود. د "جنبش روشنايي" يو شمېر پلويانو د ناټو د مشرانو د ناستې سيمې ته نږدې د افغان ولسمشر او اجرایه رییس پر ضد شعارونه ورکړل او له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو مشروطولو غوښتنه یې وکړه. د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه کړنه غندلې ده. دانش ياده ډله په نفاق رامنځته کولو تورنه کړې او زیاتوي، يو شمېر کسان چې د جنبش روشنايي په نوم د رهبرۍ او استازيتوب ادعا کوي، تل پوچ او بې مفهومه شعارونه ورکوي. دغه راز د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روشنايي جنبش پلويانو حرکت د هېواد د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل دي.